مهم خبرونهنړیوال

د پاکستان او د ليبيا ملي پوځ تر منځ د څلور ميليارده ډالرو وسلو تړون

د رویټرز د راپور له مخې، پاکستان له د ليبيا ملي پوځ سره د څلور ميليارده ډالرو په ارزښت د وسلو تړون کړی دی. ویل شوي چې دا هوکړه په بنغازي ښار کې وروستۍ شوې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې دا تړون د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ليبيا د ملي پوځ د قوماندان مرستیال صدام خلیفه حفتر تر منځ لاسليک شوی دی.

دا تړون په داسې حال کې مطرح کېږي چې ملګرو ملتونو له ۲۰۱۱ کال راهیسې د کورنیو جګړو او بې‌ثباتۍ له امله پر ليبيا باندې د وسلو بندیز لګولی دی، چې ښايي پراخ نړیوال غبرګونونه راوپاروي.

د ليبيا ملي پوځ ویلي چې دغه هوکړه یې تایید کړې، خو د راپور تر خپرېدو پورې، د پاکستان حکومت په دې اړه هېڅ رسمي څرګندونه نه وه کړې.

ليبيا اوس مهال پر دوو رقیبو ادارو وېشل شوې ده: یوه په لوېدیځ کې چې د ملګرو ملتونو ملاتړ لري، او بله په ختيځ او سوېل کې چې د ليبيا ملي پوځ تر کنټرول لاندې ده. دغه ځواک د ملګرو ملتونو له ملاتړ شوې ادارې سره مشروعه اداره نه ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button