روغتيامهم خبرونه

طالبان: هند د افغانستان مهم روغتیایي شریک دی

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت سرپرست وايي، هند په وروستيو مياشتو کې د افغانستان د وګړو لپاره نږدې ۵۰۰ درملنې وېزې صادرې کړې او له افغانستان سره د سيمې د يو مهم روغتيايي شريک په توګه همکاري کوي.

نور جلال جلالي د هند له يوې رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، هند له دې وړاندې هم د افغانستان د پرمختيايي پروژو برخه پاتې شوی او اوس يې ژمنه کړې چې يو شمېر نيمګړې پروژې بشپړې کړي. د ده په وينا، د دغو همکاريو تمرکز به پر بنسټيزو او پرمختللو روغتيايي خدمتونو وي، چې پکې ځانګړي روغتونونه، د تشخيص مرکزونه، د سرطان درملنه، او د مور او ماشوم روغتيايي خدمات شامل دي.

جلالي زياته کړې چې د طالبانو اداره هڅه کوي د ښځو او ماشومانو د روغتيايي خدمتونو لاسرسی، په ځانګړي ډول په ليرې پرتو سيمو کې، پراخ کړي؛ خو ټينګار کوي چې دا کار بايد د اسلامي اصولو او کلتور په چوکاټ کې ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د روغتيايي نظام يوه جدي ستونزه د ښځو د کار او زده کړو پراخ محدوديتونه بلل کېږي.

د عامې روغتيا سرپرست همدارنګه د درملو د بازار وضعيت ته اشاره کړې او ويلي يې دي، په تېرو کلونو کې د افغانستان درملو بازار تر ډېره د شپږو يا اوو هېوادونو له وارداتو سره تړلی و چې پکې د پاکستان ونډه زياته وه. د ده په وينا، له پاکستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو د خرابېدو او د عرضې د ستونزو له امله په بازار کې د درملو جدي کمښت رامنځته شو.

جلالي وايي، هند په همدې پړاو کې مداخله وکړه او د افغانستان د يوې ځانګړې عرضې لارې پر ځای پر نورو منابعو د تکيې په برخه کې مرسته وکړه. هغه زياته کړه چې د طالبانو د ادارې د پلاوي د هند د سفر پر مهال له يو شمېر درمل جوړونکو شرکتونو سره کتنې وشوې، څو د افغانستان د درملو د کمښت د هوارۍ لپاره لارې ولټول شي.

له دې مخکې پاکستان د افغانستان د درملو تر ټولو ستر صادروونکی هېواد و، خو وروسته له هغې چې د طالبانو د ادارې اقتصادي مرستيال د پاکستان څخه د درملو واردات بند اعلان کړل، د ازبکستان او هند په څېر هېوادونو خپلې هڅې زياتې کړې دي، څو د افغانستان د درملو بازار باثباته وساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button