د ترکمنستان وارداتي برېښنا موقتاً هرات ته بېرته وصل شوه

د برشنا شرکت ويلي چې له ترکمنستان څخه هرات ولايت ته د وارداتي برېښنا د انتقال مزی له يو ځنډ وروسته موقتاً بېرته وصل شوی او برېښنا دې ولايت ته رسېدلې ده.
د دې شرکت د معلوماتو له مخې، ياد مزی مخکې د سختو بارانونو له امله زيانمن شوی و او دا مهال تخنيکي ټیمونه د هغې د بشپړې او دايمي ترميم چارې پرمخ وړي.
د برشنا مسوولينو ټينګار کړی چې د دغو اقداماتو هدف د برېښنا دوامدار ثبات او د راتلونکو مکررو پرې کېدنو مخنيوی دی. له دې سره سره، د هرات اوسېدونکو په تېر څو کلونو کې څو ځله د برېښنا د ناپايدارۍ او بنسټيزو زېربناوو د کمزورۍ له امله شکايت کړی دی.
د زېربنايي چارو کارپوهان وايي چې د روښانه پلان نشتوالی او په انرژۍ برخه کې د اغېزمنې پانګونې نشتوالی، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې، لامل شوی چې د هېواد لوېديځ ولايتونه د طبيعي پېښو پر وړاندې لا هم زيان منونکي پاتې شي او اساسي خدمتونه په موقتي او ناپايداره توګه وړاندې شي.




