مهم خبرونهنړیوال

د جرمني يوې ورځپاڼې د روسيې پر ضد د لوېديځو سايبري بريدونو د چمتووالي راپور ورکړی

يوې جرمنۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې له اروپایي رسمي ادارو سره اړيکه لرونکي هېکران وايي، لوېديځ هېوادونه په پټه توګه د روسيې پر زېربناوو د سايبري بريدونو لپاره تياری نيسي.

د «راشا ټوډې» د ويبپاڼې د راپور له مخې چې د «دي ولت» ورځپاڼې له خولې وړاندې شوی، دا پلانونه يوازې دفاعي اقدامات نه دي بلکې په کې په سايبري فضا کې تهاجمي فعاليتونه هم شامل دي. د سرچینې په وينا، د روسيې د کورنيو کمپيوټرونو نفوذ او د پټو بدافزارونو نصب هغه تمرينونه دي چې ترسره شوي دي.

«دي ولت» زياته کړې چې لوېديځ حکومتونه نور يوازې د خپلو شبکو د ساتنې تمرکز نه کوي، بلکې په منظم ډول د سايبري بريدونو وړتياوې هم پراخوي. د څارونکو په باور، دا بدلون د لوېديځ او روسيې ترمنځ په ډيجېټلي ډګر کې د تاوتريخوالي د زياتېدو نښه ده.

په راپور کې يادونه شوې چې په استونيا کې د ناټو د «سايبري امنيت د لوړولو مرکز» کې مانورونه ترسره شوي دي، چيرته چې د ناټو پوځيان د ډيجېټلي عملياتو لپاره روزل کېږي، او د انرژۍ د تامين سيستمونه د دغو تمرينونو له مهمو هدفونو څخه ګڼل شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button