مهم خبرونهنړیوال

په نیول شوو سیمو کې دننه احتجاجونه زیات شوي؛ درې مظاهره‌چیان د نتانیاهو دفتر مخې ته نیول شوي

د عبري رسنیو د راپورونو له مخې، دننه احتجاجونه د اشغال شوو سیمو په یو شمېر برخو کې زیات شوي او یو شمېر معترضان د بنیامین نتانیاهو د دفتر مخې ته راټول شوي او سړکونه یې بند کړي دي.

د راپورونو له مخې، معترضانو د اشغال شوو سیمو په شمال کې د کریات شمونه ښارګوټي ته نږدې یو له اصلي لارو څخه تړلې ده. دغه کړنه د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت او د سیمه‌یزو زیانمنو سیمو د ګډوډ حالت پر وړاندې د بې‌پامي په غبرګون کې ترسره شوې ده.

د یدیعوت آحارانوت ورځپاڼې مخکې منلې وه چې د لبنان حزب‌الله سره د جګړې له پای ته رسېدو تر یو کال زیات وخت تېر شوی، خو د کریات شمونه هغه برخې چې د جګړو پر مهال زیانمنې شوې وې، لا هم په بشپړ ډول نه دي ورغول شوې، او دا وضعیت د خلکو پراخه ناراضۍ لامل شوی دی.

په همدې مهال، د صهیونیستي رژيم ۷مه تلویزیوني شبکه وايي، د بنیامین نتانیاهو، د دغه رژیم د صدراعظم، د دفتر مخې ته د اعتراضي غونډې پر مهال درې تنه معترضان نیول شوي دي. دا غونډه د «طوفان الاقصی» په نوم عملیاتو په اړه د حقیقت موندنې د کمېټې د نه جوړېدو په اعتراض کې ترسره شوې وه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button