په بلوچستان کې د افغان کډوالو د موټر ټکر ۹ کسان وژلي

په بلوچستان ایالت د نوکندي په سیمه کې د يوې مرګژوبلې لرونکې ترافيکي پېښې په ترڅ کې د افغان کډوالو يو موټر له يو د تېلو ټانکر سره ټکر کړی چې له امله يې لږ تر لږه ۹ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د يکشنبې په ورځ رامنځته شوې او د ځايي سرچينو په وينا، د وژل شويو او ټپيانو جسدونه افغانستان ته انتقال شوي دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک بلل شوی دی.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه کډوال هڅه کوله له غيرقانوني لارو، د ايران له لارې، اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. ويل کېږي دا سفر د انسان قاچاق يوې منظمې شبکې په همغږۍ ترسره شوی و.
دا پېښه يو ځل بيا د غيرقانوني کډوالۍ جدي خطرونه روښانه کوي؛ هغه لاره چې هر کال د سلګونو افغانانو ژوند اخلي. منتقدان وايي د طالبانو د حکومت د اقتصادي آسانتياوو د نه رامنځته کولو او د کاري خونديتوب د نشتوالي له امله، د هېواد ګڼ اوسېدونکي اړ شوي چې د کډوالۍ خطرناکې لارې وټاکي.




