د جاپان سفیر: د دوحې بهیر د افغانستان د بحران د حل اغېزمن چوکاټ دی

د جاپان سفیر په کابل کې ټینګار کړی چې د دوحې بهیر، د پراخ ګډون له امله، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یو له اغېزمنو چوکاټونو څخه دی، او ټاکیو به خپل ملاتړ او فعاله ونډه په دغه بهیر کې روانه وساتي.
کنېچي ماساموتو د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د هغه په باور، هېڅ بل بهیر د دوحې په اندازه اغېزناک نه دی، او دغه بهیر د پراخ ګډون له لارې، چې د طالب ادارې ګډون هم پکې شامل دی، دا توان لري چې افغانستان له نړيوالې ټولنې سره همغږی کړي.
د جاپان د سفیر په خبره، د دوحې بهیر سیاسي برخه موخه لري چې افغانستان بېرته د نړيوالې ټولنې له رغنده تعامل سره وصل کړي. دا موخه د هغه په وينا د افغانستان د خلکو، د طالب ادارې، او د سيمې او نړۍ د هېوادونو لپاره بنسټيز اهميت لري. هغه زياته کړې چې جاپان د نورو هېوادونو تر څنګ په ځانګړو برخو کې د باور جوړونې پر پروژو کار کوي.
په ورته وخت کې، يو شمېر سياسي شنونکي هم وايي چې د دوحې بهیر د طالب ادارې او نړيوالې ټولنې تر منځ د خبرو اترو د زمينې په برابرولو کې مهم رول لري. معينګل څمکنی، سياسي شنونکي، ویلي چې د دوحې بهیر تر څنګ د مسکو فورم په څېر چوکاټونه هم شته، او افغانستان بايد په دواړو بهيرونو کې فعاله ونډه ولري.
د دوحې درېيمه ناسته د افغانستان په اړه د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۱۳مه نېټه ترسره شوه، چې د ۲۵ څخه د زياتو هېوادونو ځانګړي استازي او د طالب ادارې استازي د ذبيحالله مجاهد په مشرۍ پکې ګډون کړی و؛ خو د دوحې د څلورمې ناستې د ترسره کېدو نېټه تر اوسه رسماً نه ده اعلان شوې.




