سعودي عربستان د پاکستان د پوځ مشر ته د ملک عبدالعزيز لوړه نښه ورکړه

سعودي عربستان د ملک عبدالعزيز لومړۍ درجه ملي نښه، چې د دغه هېواد تر ټولو لوړه ملي مډال بلل کېږي، د پاکستان د پوځ د ګډو ځواکونو مشر فیلډ مېرشال عاصم منیر ته ورکړه. دا ګام د رياض او اسلاماباد ترمنځ د دفاعي اړیکو او ستراتيژيکو همکاریو په لړ کې پورته شوی دی.
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، دا نښه د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزيز له خوا په يوه رسمي مراسمو کې د رياض په ښار کې فیلډ مېرشال عاصم منیر ته ورکړه. د ملک عبدالعزيز لومړۍ درجه نښه عموماً هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د سعودي عربستان يا اړوندو ادارو لپاره ځانګړې او مهمې خدمتونه ترسره کړي وي.
د دې ليدنې پر مهال، دواړو خواوو د سعودي عربستان او پاکستان د تاريخي اړیکو، دفاعي او ستراتيژيکو همکاريو، سيمهيز امنيت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه خبرې وکړې، او د نړيوالې سولې او امنيت اړوند موضوعګانې هم وڅېړل شوې.
د سعودي عربستان د دفاع وزیر وروسته له دې ليدنې په ټولنيزې شبکې “ایکس” کې په يوه پيغام کې د فیلډ مېرشال عاصم منير له هغه رول څخه مننه وکړه، چې د اسلامآباد او رياض ترمنځ يې د دفاعي همکاريو، ستراتيژيکو همغږيو او بنسټيزو اړیکو په پیاوړتيا کې ترسره کړی دی.
سعودي عربستان او پاکستان په روان کال کې یو دوه اړخیز ستراتيژيک دفاعي تړون لاسلیک کړی چې له مخې به دواړه هېوادونه د جګړې په صورت کې يو بل ته پوځي مرسته او همکاري ترسره کوي.




