مهم خبرونهنړیوال

د لبنان پوځ په جنوب کې د اسراییلو د جاسوسي سیستم د موندلو خبر ورکړ

د لبنان پوځ وایي چې د خپلو امنیتي عملیاتو په دوام کې یې د اسراییلو یو پټ جاسوسي سیستم په جنوب لبنان کې موندلی او له منځه وړی دی. دغه سیستم چې له څارګریزو کامرو سره سمبال و، د هیواد په یوه سرحدي سیمه کې کشف شوی دی.

د لبنان د پوځ د رسمي اعلامیې له مخې، د پوځ یو ځانګړی واحد د دغه جاسوسي دستګاه وسایل د بنت جبیل ولسوالۍ اړوند د یارون په سیمه کې موندلي او تخریب کړي دي. د پوځ په وینا، دا اقدام د جنوبي سیمو د پاکولو د هڅو او د اسراییلو د دوامداره تېریو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

د لبنان د پوځ قوماندانۍ د دغو وسایلو د خطرناکتیا په ټینګار سره له هېوادوالو غوښتنه کړې چې له هر ډول مشکوکو توکو څخه لرې واوسي، او پرته له دې چې د امنیتي ادارو ته خبر ورکړي، هغوی ته لاس ونه رسوي.

رسمي سرچینې وایي چې دا پېښه د اسراییلي جاسوسي تجهیزاتو د موندلو لومړنی مورد نه دی، بلکې تر دې مخکې هم په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې ثبت شوي دي. دا موضوع د لبنان د حاکمیت د پرله‌پسې نقض په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button