یونیسف د تخار وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، وچکالي لا هم د افغانستان د کورنیو لپاره له لویو ننګونو څخه شمېرل کېږي او د ماشومانو روغتیا او خوندیتوب په مستقیم ډول ګواښي.
د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې پر مهال، د ملګرو ملتونو د بېړني مرستو د مرکزي صندوق (UNCERF) په ملاتړ، یونیسف وتوانېد چې د تخار ولایت نږدې درې زره د وچکالۍ له امله اغېزمنو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړي، څو وکولای شي د سختې وچکالۍ ځینې اغېزې مدیریت کړي.
یونیسف ټینګار کړی چې دغه مرستې د دې لپاره وړاندې شوې چې د کورنیو وړتیا د خپلو بیړنیو اړتیاوو، په ځانګړي ډول د ماشومانو اړوند اړتیاوو، په پوره کولو کې لوړه شي، په داسې حال کې چې د اقلیم شرایط ډېر سخت دي.
له دې سره، که څه هم نړیوال بنسټونه هڅه کوي د بشري مرستو تشې ډکې کړي، خو منتقدین وایي د طالبانو اداره تر اوسه د اقلیمي بحرانونو او د هغې د اغېزو د مدیریت لپاره یوه روښانه او دوامداره تګلاره نه لري، یوه موضوع چې د بهرنیو مرستو پر دوامداره اتکا اندېښنې زیاتوي.




