مهم خبرونهنړیوال

عراق په سوريه کې د ځانګړې امنيتي عملياتو د ترسره کولو خبر ورکړ

د عراق يو لوړپوړي امنيتي چارواکي اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د سوريې په خاوره کې يوه ځانګړې او هدفمنده امنيتي عملياتي بريالۍ ترسره کړې ده؛ هغه عمليات چې د ده په وينا، د عراق د استخباراتي وړتياوو د پام وړ پرمختګ ښيي.

سعد معن، د عراق د امنيتي ځواکونو د معلوماتو برخې مشر، ويلي چې د دغو عملياتو پر مهال په سوريه کې دوه کسان نيول شوي دي چې د وسلو او ترهګرو عناصرو د انتقال په برخه کې يې د عراق پر لور مهم رول درلود. د هغه په وينا، دغه کسان د سوريې په خاوره کې د موجودو کيمپونو او د عراق دننه فعالو شبکو تر منځ د نښلونکي کړۍ په توګه عمل کاوه.

د معن په وينا، دا عمليات له شااوخوا پنځو مياشتو د دقيقې څارنې او استخباراتي تعقيب وروسته ترسره شوي، او موخه يې دا وه چې د ترهګرو عناصرو او پوځي تجهيزاتو د انتقال لاره د عراق لورې ته بنده کړي.

دغه امنيتي چارواکي ټينګار وکړ چې عمليات په چټکۍ او لوړې دقت سره ترسره شوي، او له سوريايي لوري سره اړين امنيتي همغږي هم شوې ده. د عراق امنيتي ځواکونو تېر پنجشنبه په رسمي ډول اعلان کړی و چې دا عمليات د سوريې په خاوره کې ترسره شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button