ملل متحد: د طالبانو د محدودیتونو له امله اسلامقلعه کې بشر دوستانه عملیات ځنډول شوي

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د سهشنبې په ورځ، د لړم ۱۳مه، یې د اسلامقلعه په پوله کې بشري مرستې ځنډولي دي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو حکومت په دغه سیمه کې د ښځینه وو د کار پر وړاندې محدودیتونه ولګول.
په یوې اعلامیه کې راغلي چې د ښځو پر کار بندیز نه یوازې فوري عملي ستونزې رامنځته کړي، بلکې د راستنېدونکو – په ځانګړې توګه ښځو او نجونو – امنیت او هوساینې ته هم جدي خطرونه پېښ کړي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو له حضوره پرته، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې مؤثره او درناوی لرونکې خدمتونه نشي ترسره کېدلای.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۰ سلنه هغه کسان چې له ایران څخه افغانستان ته راستنیږي، ښځې او ماشومان دي او نږدې یوه پر دریمه برخه کورنۍ د ښځو لخوا سرپرستي کیږي. دغه شمېرې څرګندوي چې د ښځینه کارکوونکو شتون د مرستو ورکولو پروسې لپاره حیاتي اړتیا ده.
ملګرو ملتونو ویلي، د بشري مرستو شریکان او غیردولتي سازمانونه له طالبانو سره خبرې کوي څو د بشري او فرهنګي نورمو مطابق، د عملیاتو د بیا پیل لپاره یو خوندي حل پیدا کړي.
طالبانو تر اوسه د بشر دوستانه عملیاتو د ځنډ په اړه رسمي دریځ نه دی نیولی. دا پداسې حال کې ده چې د ښځو پر فعالیتونو د پراخو محدودیتونو لګول د هېواد بشري بحران لا ژور کړی او د زیانمنو خلکو پر مهمو مرستو د لاسرسي خنډ ګرځېدلی.




