مصر: د غزې د اوربند دوهم پړاو کېدای شي د جنورۍ په میاشت پیل شي

د مصر د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې قاهره د خپلو دوستو هېوادونو په همکارۍ هڅه کوي د غزې په تړانګه کې د اوربند دوهم پړاو هر څومره ژر پیل کړي؛ هغه پړاو چې د مصر له نظره د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې مهم رول لري.
بدر عبدالعاتي، د مصر د بهرنیو چارو وزیر، رسنیو ته وویل چې د دې پړاو عملي کېدل د بنسټیزو ګامونو پورته کولو ته اړتیا لري؛ چې پکې د صهیونيستي رژیم د ځواکونو وتل له غزې څخه، د وسلو د محدودولو اړوند مسلو څېړل، د نړیوالو ځواکونو ځای پر ځای کول او د فلسطیني ادارې له یوې اداري کمېټې سره یوځای د سولې شورا جوړول شامل دي، څو د غزې د تړانګې اداره پر غاړه واخلي.
هغه ټینګار وکړ چې اړیکې او سلا مشورې په دې برخه کې لا هم روانې دي او هیله یې څرګنده کړه چې د راتلونکي جنورۍ په میاشت کې به د اوربند دوهم پړاو عملي شي او فلسطیني کمېټه وکولای شي په غزه کې مېشته شي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د غزې په تړانګه کې د اوربند د موادو د ورځنیو سرغړونو یادونه وکړه او ویې ویل، د دې وضعیت د دوام د مخنیوي لپاره د نړیوالو ځواکونو شتون اړین دی، څو د سرغړونو عاملین وپېژندل شي او مهار شي؛ هغه موضوع چې د څارونکو په وینا د اوسني اوربند د نازک وضعیت څرګندونه کوي.




