د امريکا د نوي سفير فعاليتونه د اردن د پارلمان اندېښنې راپارولې دي

د امريکا د متحدو ايالتونو نوی سفير جېمز هولټزنايډر په وروستيو اوونيو کې د خپلو زياتو تګ راتګونو له امله د اردن په سياسي چاپېريال کې د بحث يوه موضوع ګرځېدلې او د دې هېواد د پارلمان غبرګون يې راوپارولی دی.
د راپورونو له مخې، د اردن د پارلمان غړی حسين العموش په رسمي ډول له اېمن الصفدي، د اردن د بهرنيو چارو له وزير، پوښتنه کړې چې د امريکايي سفير دغه فعاليتونه تر کومې کچې د وزارت په همغږۍ ترسره کېږي او د څه پر بنسټ سفير کولای شي په ازاد ډول د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سفر وکړي.
رسنيزو راپورونو ښودلې چې د امريکا سفير په بېلابېلو ټولنيزو او قبيلوي مناسبتونو کې د پام وړ حضور درلودی دی. نوموړی په تېرو اوونيو کې د الرمثا ښار ته د يوې جنازې د مراسمو لپاره تللی او همدارنګه يې د الزرقا په ولايت کې د بني حسن قبيلې ليدنه کړې ده.
ويل شوي چې هولټزنايډر د السلط په سيمه کې د ابوهزيم قبيلې، د الموقر په سيمه کې د الخريشا قبيلې او همدارنګه د معان او البتراء په ځينو سيمو کې هم ګډون کړی دی. د ځينو څارونکو په باور، دغه تګ راتګونه د اردن دننه سياسي او ټولنيزې حساسې موضوعګانې راپارولي دي.
د امريکا نوی سفير تر دې وړاندې د امريکا د سمندري ځواکونو غړی پاتې شوی او په عراق او افغانستان کې د امريکايي پلاوو سره يې هم دنده ترسره کړې ده. دا مخينه د اردن په سياسي کړيو کې د هغه د فعاليتونو او موخو په اړه د اندېښنو سبب شوې ده.




