په مسکو کې د موټر بم چاودنه کې د روسیې د پوځ جګپوړی جنرال وژل شوی

د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي چې د دوشنبې په سهار، د مرغومي لومړۍ نېټه، په مسکو ښار کې د یو بملړ موټر د چاودنې له امله د دې هېواد د پوځ یو جګپوړی جنرال وژل شوی دی.
د رسمي معلوماتو له مخې، جنرال لېفتننټ فانیل سرواروف، چې د روسیې د پوځ د عملیاتي روزنې د مدیریت رییس و، د دې پېښې قرباني شوی او لومړنۍ څېړنې د چاودنې د څرنګوالي په اړه روانې دي.
د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې، د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي، له هغو فرضیو څخه چې په دې قضیه کې څېړل کېږي، یوه دا ده چې ښايي د اوکراین ځانګړو ځواکونو په دې بماېښودنه کې لاس درلودی وي، خو دا موضوع تر اوسه په رسمي ډول نه ده تأیید شوې.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د اوکراین د امنیت خدمت مخکې له دې، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په میاشت کې د یوه بل جګپوړي روسي افسر پر ضد د ورته برید مسؤلیت منلی و، چې دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي وضعیت پېچلتیا زیاته کړې ده.




