امنیت او پېښې
د واورې د ورېدو له امله د کابل–غور لویه لاره د بکهک په کوتل کې تړل شوې

د تېرې شپې د واورې ورېدو له امله د کابل–غور پر عمومي لویه لاره د بکهک کوتل په بشپړ ډول د ترافيک پرمخ تړل شوی او د وسایطو تګراتګ په دې لاره کې درېدلی دی.
د غور د عامه فایدې ریاست ويلي، دغه لاره د درنې واورې له امله تړل شوې او دا مهال د تېرېدو امکان نهلري. د سیمهییزو چارواکو په وینا، دا حالت د لارې پر اوسېدونکو او مسافرو ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.
همدارنګه د بندبیان سیمه، چې د غور د جنوب لوېدیځ شپږ ولسوالۍ له فیروزکوه ښار سره نښلوي، هم د واورې د ورېدو له کبله تړل شوې او د دغو ولسوالیو د مرکز سره اړیکې ګډوډې شوې دي.
د غور د عامه فایدې ریاست ټینګار کړی چې د لویې لارې او تړل شويو لارو د پرانستلو چارې روانې دي او هڅې کېږي څو واوره پاکه او د وسایطو تګراتګ بېرته پیل شي.




