سياستمهم خبرونه

جلالي: هبت‌الله ځان د حکومت څخه لوړ ګڼي

علي احمد جلالي، د افغانستان د پخواني جمهوريت د کورنيو چارو وزير او د امريکا په يوه پوهنتون کې استاد، په تازه څرګندونو کې ويلي چې د طالبانو اوسنی مشر د واک د تمرکز له پلوه د دې ډلې له پخوانيو مشرانو ډېر پياوړی دی. نوموړي هبت‌الله آخندزاده د ملا عمر او اختر محمد منصور په پرتله ډېر نفوذ او واک لرونکی بللی دی.

جلالي ويلي، هبت‌الله هڅه کړې چې خپله څېره د بل هېڅ شخص تر سيوري لاندې را نه‌وړي. هغه زياته کړې چې د طالبانو مشر ځان ته يو ځانګړی ساتونکې ګارد جوړ کړی، چې د جوړښت او دندو له مخې د روم د پاچاهانو له ځانګړو ساتونکو سره ورته‌والی لري.

د پخواني افغانستان د جمهوريت دغه چارواکي همدارنګه ويلي چې هبت‌الله په کندهار کې مېشت دی او ځان له حکومت څخه لوړ ګڼي. د جلالي په باور، د طالبانو مشر د مشروعيت سرچينه له خلکو نه، بلکې له يو الهي برداشت څخه اخلي.

دغه څرګندونې يو ځل بيا د واک د تمرکز، د حساب ورکولو نشتوالی او د خلکو د ارادې د رول له منځه تلو بحث راپاروي — هغه موضوع چې تل د افغانستان د سياسي شنونکو او د مدني حقونو د مدافعانو له خوا تر نيوکو لاندې راغلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button