د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د طالبانو حکومت د ۶.۸ میلیونه افغانانو د ستنېدو خبر ورکړ

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له هغه وخت راهيسې چې دغه اداره بېرته واک ته رسېدلې، ټولټال ۶.۸ ميليونه افغان وګړي په زوره يا خپله خوښه له ګاونډيو او نورو هېوادونو افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

مولوي عبدالکبير، د دغه وزارت سرپرست، دا څرګندونې د «د افغانستان د دايمي کډوالۍ د حل لارې طرحې» د نهايي کولو لپاره د ګډ کاري ډلې په غونډه کې وکړې. د ده په وينا، دا ستنېدنې هغو کډوالو ته هم اړه لري چې په تېر يو شمېر کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله له هېواده وتلي وو.

په ورته وخت کې، د طالبانو د کډوالو وزارت ويلي، په همدې موده کې شاوخوا ۱.۳ ميليونه هېوادوال د طبيعي پېښو له امله بې‌ځايه شوي دي. دا بې‌ځايه کېدنې د نازکو ولايتونو په انساني وضعيت تازه فشارونه اچولي دي.

خو منتقدان وايي، د طالبانو اداره تر اوسه د بېرته ستنېدونکو او کورنيو بې‌ځايه شويو د دايمي استوګنې، بنسټيزو خدماتو ته د لاسرسي او د ژوند د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره روښانه او عملي پلان نه‌دی وړاندې کړی. دوی ټینګار کوي چې دا چاره د کډوالۍ له دوام او د کورنيو د زياتې زيانمنېدنې اندېښنې زياتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button