نړيوال پروژه د بغلان د ښځو تجارتونو ملاتړ کوي

د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام په افغانستان کې اعلان کړی، چې د شازيه په نوم د بغلان یوې ښځينه کاروبارې د خپل تجارت له لارې د دغه ولايت له بېلابېلو برخو پېرودونکي جذب کړي او د نورو ښځو لپاره يې الهام بخښونکی رول لوبولی دی.
د راپور له مخې، د WE-ACT پروژه چې د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له ملاتړ څخه برخمنه ده، توانېدلې چې په بغلان ولايت کې د ښځو تر مديريت لاندې ۱۸۰ واړه او منځني کاروبارونه پياوړي کړي.
دغه پروګرام د ښځو د اقتصادي مهارتونو د لوړولو او د کاري فرصتونو ته د هغوی د لاسرسي په موخه تمرکز کړی، چې له دې لارې يې په سيمه کې د کارموندنې او د ژوند ثبات ته مرسته کړې ده.
په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې د کار او اقتصادي فعاليت په برخه کې له پراخو محدوديتونو سره مخ دي، نړيوال بنسټونه ټينګار کوي چې د ښځو کوچنيو کاروبارونو ملاتړ کولای شي د کورنيو او سيمهييزو ټولنو په اقتصادي زغم او ټينګښت کې مهم رول ولوبوي.




