مهم خبرونهنړیوال

عمران خان په پاکستان کې د ټول هېواد کچې احتجاجونو غوښتنه وکړه

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان له هغه محکمې د پرېکړې له انتقاد وروسته چې دی او د ده مېرمن يې د اووه درو (۱۷) کلونو بند سزا ته محکوم کړي، له خپلو ملاتړو غوښتي چې په ټول هېواد کې د اعتراضونو لړۍ پيل کړي.

عمران خان په ټولنيزې رسنۍ ایکس کې په خپله پاڼه ليکلي چې دا پرېکړه د ده او د ده د مېرمنې لپاره «رواني شکنجه» ده، او زياته کړې يې ده چې په زندان کې له اساسي حقونو او لومړنيو اسانتياوو بې‌برخې دی.

هغه ټينګار کړی چې اعتراضونه بايد د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې ترسره شي؛ هغه پرېکړه چې د ده په وينا عادلانه نه ده او د قانوني اصولو پر بنسټ نه ده صادره شوې.

د پاکستان پخواني لومړي وزير دا هم ادعا کړې چې په هېواد کې د قانون حاکميت د پوځ د مشر، عاصم منير، د ارادې پر اساس بدل شوی، او قضايي پرېکړې له مخکې ليکل کېږي او يوازې د محکمې د لوستلو لپاره وړاندې کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button