ټولنه‌یزمهم خبرونه

په خوست کې د سېلابونو د مخنيوي لپاره ساتندوی دېوال جوړ شو

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتو پروګرام ویلي چې د خوست ولايت د صبري ولسوالۍ په مکتب بازار سیمه کې یې د موسمي سېلابونو د خطر د کمولو په موخه يو ساتندوی پروژه پلي کړې ده چې د سيمې د اوسېدونکو ژوند او عايدات خوندي کوي.

د دې معلوماتو له مخې، پخوا فصلي سېلابونو په دې سيمه کې کورونه، کرنیزې ځمکې او محلي کاروبارونه جدي ګواښل، او د خلکو د ورځني ژوند پر بهیر يې پرله‌پسې زيانونه رسول.

په دې پروژه کې، د ملګرو ملتونو د ځانګړي اماني صندوق په ملاتړ، د ۱۸۰ مترو په اوږدوالی يو د ډبرو ساتندوی دېوال او د ۱۶۰ مترو په اوږدوالی د اوبو يوه وياله جوړه شوې ده، څو د سېلابونو لوری کنټرول او خطرونه يې راکم شي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دا ډول پروژې د هغو حالاتو لپاره ډېر مهم دي چې د سيمې زيربناوې زيان‌پذيرې وي. دوی زياتوي چې اړينه ده دغه ډول پروګرامونه په نورو زيان‌پذيرو سيمو کې هم پلي شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button