د عراق په الانبار کې د داعش د لومړۍ ډلې يو غړی ونيول شو

د عراق امنيتي سرچينو ويلي چې د حشد الشعبي ځواکونو د فلوجې د ښار په شمالي برخو کې د عملياتو پر مهال د داعش يو مخکښ غړی پېژندل شوی او نيول شوی دی.
د سرچينې په وينا، دغه عمليات د فلوجې د شمال په بېلابېلو سيمو، په ځانګړي ډول د الصقلاويه په ساحه کې ترسره شول، او نيول شوی کس وروسته له هغې ونيول شو چې د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه کس د داعش له مهمو او اغېزناکو غړو څخه و، او د دې ډلې د لومړۍ نسل غړې شمېرل کېده؛ هغه نسل چې د داعش د جوړېدو او د فعاليتونو د پراختيا په بهير کې کليدي رول درلود.
امنيتي سرچينې زياته کړه چې دا د داعش غړی د خپلې ريښتينې پېژندنې د پټولو لپاره له جعلي اسنادو کار اخيست او د الانبار ولايت په يو شمېر بريدونو کې يې د عراقي امنيتي ځواکونو پر ضد برخه لرله. دا نيونه د عراقي ځواکونو د هغو دوامدارو هڅو يوه برخه ده چې موخه يې په دغه هېواد کې د داعش پاتې شونو مهارول دي.




