د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په يوه ورځ له اېران او پاکستانه تر پنځه زرو زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو په چارو د څار کمېسيون د رسمي راپور له مخې، په يوه ورځ له ګاونډيو هېوادونو اېران او پاکستان څخه له پنځه زرو زيات افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه معلومات د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال حمدالله فطرت له لوري خپاره شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې د شنبې په ورځ ۹۸۱ کورنۍ، چې ټولټال ۵ زره او ۴۱۲ کسان کېږي، د بېلابېلو لارو هېواد ته داخل شوي دي. دغه کډوال د هرات له اسلام‌قلعه، د نيمروز له پل ابريشم، د کندهار له سپين‌بولدک، د هلمند له بهرامچې او د ننګرهار له تورخم بندرونو څخه راستانه شوي دي.

د مسوولو چارواکو په وينا، له دغو ستنېدونکو څخه ۱ زره او ۲۸۳ کورنۍ، چې ټولټال ۵ زره او ۹۹۲ تنه کېږي، خپلو اصلي مېنو ته انتقال شوي او ۸۹۴ کورنيو ته بشري مرستې ورکړل شوې دي. همدارنګه د مخابراتو شرکتونو د ۸۶۱ کسانو لپاره سيم‌کارتونه هم وېشل شوي دي.

بلخوا، له دې يوه ورځ مخکې هم له اېران او پاکستان څخه له پنځه زرو زيات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي وو. د کډوالو د ستنېدو دا دوامداره لړۍ د افغانستان دننه د استوګنې، معيشت او د بېرته ستنېدونکو د جذب وړتيا په اړه اندېښنې زياتې کړي دي، او تمه کېږي چې د طالبانو اداره او اړوند بنسټونه د دغو کډوالو د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره روښانه او عملي پلانونه جوړ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button