روغتيامهم خبرونه

د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان د توبرکلوز ملي پروګرام ارزونه وکړه

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۵ کال په پای کې په افغانستان کې د توبرکلوز د ملي پروګرام د يوې لوړپوړې ارزونې ماموريت ترسره کړ. د دې ماموريت موخه د توبرکلوز د ملي پروګرام ارزونه او د همکارو ادارو ملاتړ و، ترڅو د دې برخې راتلونکي پروګرامونه لاپياوړي شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان د دفتر د معلوماتو له مخې، د دې ادارې تخنيکي کارپوهانو د ماموريت په ترڅ کې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار او هرات ولايتونو سفرونه وکړل او د ملي توبرکلوز پروګرام د پلي کېدو وضعيت يې په بېلابېلو برخو کې وڅېړه.

نړيوال روغتيا سازمان وايي، د دې ارزونې پايلې به د «د ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۳۰» کلونو لپاره د ملي ستراتيژيک پلان په جوړولو کې مهمه ونډه ولري. دغه پلان د هېواد د ټولو اوسېدونکو لپاره د توبرکلوز د تشخيص او درملنې خدمتونو ته عادلانه او مؤثر لاسرسی ښه کولو ته ځانګړی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان روغتيايي نظام په وروستيو کلونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، او د ساري ناروغيو، په ځانګړې توګه د توبرکلوز پر ضد د ملي پروګرامونو پياوړتيا د نړيوالو بنسټونو د دوامدارې همکارۍ او د طالبانو د ادارې د مسؤليت مننې غوښتنه کوي، څو خلکو ته بنسټيز روغتيايي خدمات برابر کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button