د تايلنډ او کامبوج د پولهيې جګړې له کبله نږدې يو ميليون کسان بېکوره شوي

د تايلنډ او کامبوج تر منځ د پولهيې نښتو د دوام په تړاو، د دواړو هېوادونو چارواکو د ملکي وګړو د پراخې بېکوري راپور ورکړی دی؛ داسې وضعيت چې تر اوسه نږدې يو ميليون اوسېدونکي يې اړ کړي چې له خپلو کورونو ووځي.
د کامبوج د کورنيو چارو وزارت ويلي، له ۵۱۸ زرو ډېر کسان، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، د هوايي او توپچي بريدونو له امله له خپلو کورونو او ښوونځيو تښتېدلي دي. د وزارت په وينا، خلک د تايلنډ د «اېف-۱۶» جګړهيي الوتکو او توپچي ډزو د خونديتوب لپاره خوندي سيمو ته پناه وړې ده.
بل لور ته، د فرانسې خبري اژانس د بانکوک د چارواکو له خولې راپور ورکړی چې شاوخوا ۴۰۰ زره د تايلنډ اوسېدونکي هم د پولهيې جګړو د دوام له امله خپل کورونه پرېښي دي. دواړه لوري يو بل تورنوي چې جګړه دوی پيل کړې او ملکي وګړي په نښه کوي.
دغه نښتې چې د ټانکونو، بېپيلوټه الوتکو او توپخانو کارول هم پکې شامل دي، تر اوسه د کامبوج ۱۹ او د تايلنډ ۲۲ تنه وژلي دي. د امريکا متحدو ايالاتو، چين او مالېزيا د اوربند هڅې تر اوسه بېپايلې پاتې شوې او جګړه لا هم روانه ده.
په همدې حال کې، د جنوبي ختيځې آسيا د هېوادونو د اتحاديې (آسهآن) د بهرنيو چارو وزيرانو ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په کوالالامپور کې غونډه وکړي او د تايلنډ او کامبوج تر منځ د پولهيې تاوتريخوالي موضوع وڅېړي.




