مهم خبرونهنړیوال

اسرائیلو د لوېدیزې غاړې په سیمه کې د ۱۹ نويو ښارګوټو جوړېدو پرېکړه وکړه

د اسراییلو د جګړې کابینې د دې هېواد د مالیې او دفاع وزیرانو په وړاندیز، په لوېدیزه غاړه کې د ۱۹ نويو ښارګوټو د جوړېدو پرېکړه کړې ده؛ اقدام چې د عبري رسنیو په وینا، د ښارګوټي جوړونې بهیر یې بې ساری پړاو ته رسولی دی.

د راپورونو له مخې، دغه ښارګوټي به د لوېدیزې غاړې په مرکزي او شمالي ستراتیژیکو سیمو کې جوړ شي او همدارنګه به د بیت‌لحم، غور اردن او الخلیل سویلي سیمې هم رانغاړي؛ داسې سیمې چې له جغرافیوي او سیاسي پلوه ډېر اهمیت لري.

د دې طرحې له پلي کېدو سره، په تېرو درېیو کلونو کې د لوېدیزې غاړې د ښارګوټو شمېر ۶۹ ته رسېږي؛ دا هغه شمېر دی چې اسراییلي رسنیو تر ټولو لوړ د ښارګوټې جوړونې شمېر په دې موده کې بللی دی.

د اسراییلو د مالیې وزیر دغه شمېر بېساری بللی او په څرګنده یې ویلي چې د ښارګوټو د پراخېدو اصلي موخه د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو مخنیوی دی؛ دا دریځ د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالو ټولنو سخت انتقادونه راپارولي، ځکه چې د لوېدیزې غاړې ښارګوټي جوړونه د نړیوالو منل شویو حقوقي اصولو خلاف ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button