د سرې صلیب د افغانستان د بېلو شویو کورنیو د یوځای کولو پروګرام پیل شو

د نړیوال سرې صلیب کمېټې اعلان کړی چې د افغانستان د هلال احمر له ټولنې سره په ګډه یې یو پروګرام پیل کړی، څو هغه کورنۍ یوځای کړي چې د بېلابېلو لاملونو له امله یو له بله بېلې شوي دي. دا پروګرام د هغو کورنیو د کړاو د کمولو لپاره جوړ شوی چې له خپلو خپلوانو سره یې اړیکې پرې شوې دي.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) په ټولنیز شبکه «ایکس» کې لیکلي چې جګړه، دایمي تاوتریخوالی، جبري کډوالۍ او طبیعي پېښې د افغانستان د کورنیو د بېلېدو اصلي لاملونه دي.
د سرې صلیب په وینا، د کورنیو د غړو د ژوند د ځای یا وضعیت نه پوهېدل پر خلکو سخت رواني فشارونه راولي، او دا وضعیت په ځانګړي توګه په هغه ټولنه کې چې کلونه د بحرانونو سره مخ ده، ژور بشري اغېزونه لري.
د «د کورنیو د بیا یوځای کېدو» پروګرام هڅه کوي چې د خوندي اړیکو لارې رامنځته کړي او بېل شوي کسان بېرته له خپلو کورنیو سره وصل کړي. دا هڅه په داسې حال کې ډېره مهمه بلل کېږي چې د طالبانو د ادارې له لوري د مؤثرو ملاتړیزو جوړښتونو نشتوالی د ډېرو زیانمنو کورنیو لپاره لویه اړتیا ګڼل کېږي.




