د سختو واورو او طوفاني هوا له امله د سالنګ لويه لاره وتړل شوه

د طالبانو د عامه چارو وزارت اعلان کړی چې د درندو واورو او خرابې هوا له امله د سالنګ لويه لاره د موقت وخت لپاره د ټولو وسایطو پرمخ تړل شوې ده. د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د طوفاني هوا دوام د دې لارې تګ راتګ له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.
محمد اشرف حقشناس، د عامه چارو وزارت وياند، ويلي چې دا پرېکړه د ترافيکي پېښو د مخنيوي او د وګړو د ژوند د خونديتوب لپاره شوې او تر بل اعلان پورې به دا لاره د ترافيک لپاره بنده وي.
دغه اقدام وروسته له هغې ترسره شو چې تيره شپه يو ۵۸۰ ماډل مسافر وړونکی بس په د سالنګ سيمه کې واوښت، چې په پايله کې پنځه تنه مړه او ۴۴ نور ټپيان شول. مسؤلينو د پېښې علت د موټر چلوونکي بېاحتياطي بللې ده.
په همدې حال کې، له هېوادوالو غوښتنه شوې چې تر هغو چې هوا ښه کېږي او د سالنګ لويه لاره رسمي توګه نه وي پرانېستل شوې، له سفر کولو دې ډډه وکړي. سالنګ د افغانستان له مهمو مواصلاتي لارو څخه ده، چې شمال او مرکز يو له بل سره نښلوي او د دې لارې تړل کېدل همېشه د مسافرو پر تګ راتګ پراخ اغېز لري.




