د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه دوه اړخیزې خبرې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز او د مالیزیا د اسلامي پرمختللو مطالعاتو انستيتوت ترمنځ په يوه دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اوسنی وضعیت، سيمهييز او نړيوال بدلونونه وڅېړل شول.
د مالیزیا په پلازمېنه کې د افغانستان سفارت په خپل رسمي اېکس حساب کې لیکلي چې په دې خبرو کې عبدالحی قانت، د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز سرپرست، نقیبالله احمدي، په مالیزیا کې د طالبانو د ادارې د سفارت سرپرست، او ډاکټر مزلي ملک، د دغه هېواد د اسلامي پرمختللو مطالعاتو د انستيتوت مشر، ګډون درلود.
په دې غونډه کې د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم، د مالیزیا د پارلمان یو شمېر غړي، حکومتي چارواکي، د سیاسي ګوندونو استازي، اکاډمیک شخصیتونه او د رسنیو استازي هم برخه اخیستې وه.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمهييزو او نړیوالو بدلونونو او د طالبانو د ادارې د بهرنۍ تګلارې پر لارو چارو بحث کړی او پر متقابل تفاهم، علمي او فکري همکاریو او د اوږدمهالو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.




