د طالبانو له خوا د يو هنرمند د سندرې بندول پراخ غبرګونونه راپارولي

يوه ویډیو چې تازه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، هغه شېبه ښيي چې د طالبانو د ادارې یو غړی د سټېج پر سر خېژي او له يو سندرغاړي څخه مایک اخلي او د هغه اجرايي برنامه دروي.
د دغو انځورونو خپرېدو پراخه غبرګونونه او نيوکې راپارولې دي. ډېرو کسانو دا کړنه د ټولنیزو خوښیو د محدودولو او د خلکو د انساني کرامت د نقض يوه بېلګه بللې ده.
منتقدان وايي، دا ډول چلندونه د فرهنګي او هنري فضا د لا زيات محدودېدو لامل کېږي او د خلکو د هنري او تفريحي پروګرامونو د لاسرسي حق تر پوښتنې لاندې راولي. هغوی ټينګار کوي چې موسيقي او هنر د ټولنیز ژوند يوه برخه ده او زوره يي چلندونه د خلکو نارضايتي ډېروي.
دغه پېښه يو ځل بيا د طالبانو د ادارې فرهنګي فعاليتونو پر وړاندې د دوی تګلارو ته پاملرنه رااړولې ده؛ هغه تګلارې چې په وروستيو کلونو کې له پراخو محدوديتونو سره مل وې او تل له مدني او فرهنګي بنسټونو د نيوکو سره مخ شوې دي.




