مهم خبرونهنړیوال

زلنسکي: اوکراين د ۸۰۰ زره کسیز پوځ د تمویل توان نه لري

ولودیمیر زلنسکي، د اوکراين ولسمشر، اعلان وکړ چې دغه هېواد حتی که د اوربند او جګړې د پای په صورت کې هم، د ۸۰۰ زره کسیز پوځ د ساتنې او تمویل مالي وړتیا نه لري او له همدې امله د خپلو لوېدیځو شریکانو مرستې ته اړتیا لري.

د زلنسکي په وينا، د کييف وړانديز دا دی چې د ۸۰۰ زره کسیز پوځ جوړښت رامنځته کړي، خو د اوکراين داخلي سرچينې د داسې جوړښت د لګښتونو د تمويل لپاره بسنه نه کوي. هغه ټينګار وکړ چې د سولې له ټينګېدو وروسته هم د دغه هېواد ملي بوديجه د لوړو نظامي لګښتونو د پوره کولو وړ نه ده.

د اوکراين ولسمشر زياته کړه چې له لوېديځو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی، تر څو د اوکراين د پوځ يوه برخه لګښتونه له هغوی څخه تأمين شي. د ده په وينا، تر هغې چې کييف و نه شي کولای خپلې پوځي بوديجې په خپلواکه توګه برابره کړي، به له بهرنيو مالي مرستو پورې تړلی پاتې شي.

د امريکا د متحده ايالاتو د وړاندیز شوې سولې د لومړني پلان له مخې، د اوکراين پوځ شمېر د ۶۰۰ زرو کسانو ته راکمولو وړانديز شوی و، خو د اوکراين چارواکي او د ځينو اروپايي هېوادونو مشران د ۸۰۰ زره کسیز پوځ د ساتلو غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button