امنیت او پېښېمهم خبرونه
په څو ولایتونو کې ۱۳ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د مخدره موادو پر ضد پولیسو ویلي چې ۱۳ کسان یې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په بلخ، کندز، فراه، فاریاب او سرپل ولایتونو کې نیولي دي. د یادې ادارې په وینا، نیول شوي کسان د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دغو عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه د چرسو، تریاکو، شیشې او نشه يي ټابلیټونو یو شمېر اندازه ترلاسه شوې ده. همدارنګه، یوه میل کلاشینکوف وسله هم ضبط شوې ده.
طالبان لا تر اوسه د نیول شويو کسانو د هویت، د قضايي څېړنو د څرنګوالي او د دې قضیو د تعقیب د شفافیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د څارونکو بنسټونو له خوا تل پر شفافیت، د تورنو کسانو د حقونو پر رعایت او د امنیتي ادارو پر ځواب ویلو ټینګار کېږي.




