مهم خبرونهنړیوال

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ټرمپ پر مهاجرتي تګلاره نيوکه وکړه

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې مهاجرتي تګلارې پر ضد نيوکه کړې ده او ويلي يې دي، چې د افغان مهاجرينو او د نورو هېوادونو د اتباعو د قانوني مهاجرت مخنيوی د يو شخص د جرم له امله، د عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی.

دا دريځ وروسته له هغه څرګند شو، چې تېر مياشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو پېښه رامنځته شوه او يو افغان تبعه د دې پېښې په تور تورن شو؛ دغه شخص له دې وړاندې له د امريکا له مرکزي استخباراتو (CIA) سره همکار پاتې شوی و او سږ کال د ده د پناه غوښتنه منل شوې وه. له دې پېښې وروسته د ټرمپ ادارې د افغانستان او نورو اتلسو هېوادونو د اتباعو د مهاجرتي غوښتنليکونو ارزونه ودروله او نوي سفري محدوديتونه يې ولګول.

د بوش بنسټ د جمعې په ورځ په ټولنيزو شبکو کې وليکل، چې د يو هغه شخص کړنې چې په «دروند جرم» تورن دی، د اتلسو هېوادونو د اتباعو د قانوني مهاجرت بهير ګډوډ کړی او افغانان، که په امريکا کې دي او که له هغې بهر، له يوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي. دغه بنسټ زياته کړه، چې د يو انسان د جرم له امله د ټولو افغان او نورو هېوادونو مهاجرينو پر شا تګ عادلانه نه دی.

په دوام کې بنسټ له سياسي مشرانو وغوښتل چې د هغو مهاجرينو د هدف ګرځولو پر ځای، چې قانوني ډول په امريکا کې اوسېږي يا د سفر نيت لري، وڅېړي چې آيا د دې پېښې مخنيوی ممکن و که نه. بوش بنسټ همداراز ټينګار وکړ، چې امريکا بايد له هغو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې تېر شل کاله يې د يو روښانه راتلونکي لپاره له متحده ايالاتو سره د همکارۍ پر مهال خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

په غبرګون کې، مايک ډېوېس، چې له ټرمپ سره نژدې حقوقي سلاکار دی، وويل، پخواني ولسمشر ته ښايي له علني نيوکې ډډه وکړي او پرېږدي چې اوسنی ولسمشر پرېکړې وکړي. همداراز، سټيفن مېلر، چې د سپينې ماڼۍ د دفتر مرستيال او د کورنۍ امنيت سلاکار دی، د بوش بنسټ څرګندونې وغندلې او د هغو هېوادونو د پراخې مهاجرت په اړه خبرداری يې ورکړ چې ده ورته «خطرناک» وويل.

دا لفظي شخړه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د امريکا مهاجرتي سياست يو ځل بيا د دغه هېواد د سياسي بحثونو له تودو موضوعاتو څخه دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button