سياست

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي امنیتي معین پروان ته سفر وکړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي معین، ستر پاسوال الحاج ملا محمد ابراهیم صدر، د یوه پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ او له سیمه ییزو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو سره یې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې اړه جوړ شوي غونډه کې د پروان والي، مفتی محمد ادریس انوري، د راتلي پلاوي هرکلی وکړ او د طالبانو د ځواکونو د هغو قربانیو یادونه یې وکړه چې د دوی د مطلوب نظام د ټینګښت لپاره یې ورکړي دي. هغه همدارنګه د دې نظام د ساتنې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

وروسته، د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي امنیتي معین په خپله وینا کې د اوامرو پر پلي کېدو، د امنیتي ځواکونو ترمنځ پر همغږۍ، د مخدرو موادو پر جدي مبارزې، د یونیفورم د منظم کارونې، د قومي او ژبني تعصبونو د مخنیوي او د وړتیا پر بنسټ د دندو د ټاکلو ټینګار وکړ.

د سفر په پای کې، یاد پلاوي د پروان امنیه قومانداني مختلفو برخو او شعبو ته ورغی او هلته یې د هغوی فعالیتونه له نږدې وڅېړل.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button