په دایکندي کې د مرمرو د کان د ۳۰ کلنې استخراج تړون لاسلیک شو

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د دایکندي ولایت د «مش عليا» د مرمرو د کان د ۳۰ کلنې استخراج تړون له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی. دا تړون د دغه وزارت د سرپرست ملا هدایتالله بدري لهخوا لاسلیک شوی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د تړون اړخ کمپنۍ ژمنه کړې چې د دغې معدن د سپړنې او استخراج په برخه کې به ۲۸۳ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي. ویل شوي چې دا پروژه، تر ځینو ټولنیزو خدمتونو سربېره، د سیمې له ۲۰۰ څخه زیاتو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابروي.
ملا هدایتالله بدري د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د دې موافقې تطبیق کولای شي د ملي عوایدو په زیاتوالي کې مرسته وکړي او له دې سره، د سیمې خلکو ته نوي دندې هم رامنځته کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت په وینا، له دغې معدن څخه ایستل شوې مرمر به له هېواد دننه له پروسس وروسته بهرنیو بازارونو ته صادر شي. خو تر اوسه د څارنې څرنګوالي، د تړون د شفافیت او د سیمهیزو ټولنو د ګټې ترلاسه کولو په اړه روښانه جزییات نه دي ورکړل شوي.




