امنیت او پېښېمهم خبرونهمهم سرلیک

د WHO راپور: د افغانستان په شمال کې زلزله پراخ زیانونه اړولي دي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې د ۲۰۲۵ کال د نوومبر درېیمې نېټې د سهار د ۶.۳ ریښتر قوي زلزلې له امله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پراخو انساني او بنسټیزو زیانونو خبر ورکړی دی. د دې زلزلې مرکز د مزارشریف ښار ته نژدې ښودل شوی او تر ټولو زیات تاوان په بلخ او سمنګان ولایتونو کې رامنځته شوی. همداراز بغلان، جوزجان، سرپل او کندز ولایتونه هم اغېزمن شوي دي.

د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۶ تنه، چې ۱۸ یې نارینه او ۸ ښځې وې، خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱٬۱۴۴ نور ټپیان شوي دي. د انساني تلفاتو ډېره برخه د بلخ ولایت وه، چیرې چې ۱۲ تنه مړه او ۶۳۵ ټپیان شوي، او په سمنګان کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۱۸ ټپیان شوي دي. ټولټال نږدې ۴۳۰ کورونه ویجاړ شوي، یوازې په خُلم ولسوالۍ کې ۲۷۹ کورونه او په قوش‌محله کلي کې ۱۵۱ کورونه نړېدلي دي.

یوشمېر صحي مرکزونه هم په دې پېښه کې زیانمن شوي دي. د سمنګان په بلغالي سیمه کې د WHO له لورې ملاتړ کېدونکی ابتدایي کلینیک زیان لیدلی، د سمنګان ولایت روغتون د لابراتوار برخه نړېدلې او تجهیزات یې له منځه تللي دي. د بلخ ولایت حیطان کلینیک ته هم زیان اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د زلزلې تر پېښېدو لږ تر لږه یوه ګړۍ وروسته د بیړنیو مرستو ټیمونه فعال کړل شول او بیړني طبي کټونه د ټپیانو درملنې ته واستول شول. دا کټونه ۴ د بیړني جراحي لپاره TESK او ۱ د نړیوال روغتیايي اړتیاوو لپاره IEHK کټ شامل دي، چې تمه ده د ۱۰،۰۰۰ کسانو د درملنې اړتیاوې راتلونکو دریو میاشتو لپاره پوره کړي.

یاد کټونه د بلخ، خُلم او سمنګان روغتونونو ته استول شوي دي. برسېره پر دې، پنځه ټنه نور طبي تجهیزات له کابل څخه مزار شریف ته د بیړنۍ زېرمه لپاره لېږدول شوي، څو که بله زلزله یا بحراني حالت رامنځته شي، ترې ګټه واخیستل شي. ۱۲ روغتیايي څارونکي ټیمونه چې وړاندې په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوي وو، اوس مهال د ساري ناروغیو د کنټرول لپاره فعال شوي دي.

همداراز، شپږ امبولانسونه له بلخ څخه د تاوانمنو سیمو لور ته لېږل شوي، او طبي ټیمونه دا مهال د بلخ، سمنګان او خُلم په روغتونونو کې د زخمیانو درملنه کوي. خو د طالبانو اداره تر دمه پورې د بحران د مدیریت لپاره هیڅ پراخ پلان نه‌دی وړاندې کړی او د مؤثرې مشرتابه نشتوالی د مرستو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې د خُلم ولسوالۍ د ځمکې ښوېدو له امله د بلخ-کابل لویه لاره بنده شوې او په زیانمنو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده. برسېره پر دې، د خُلم په روغتون کې ګڼه-ګوڼه او د طبی منابعو کمښت د خدماتو وړاندې کېدل له ستونزو سره مخ کړي دي.

په عاجلو اړتیاوو کې، دا سازمان پر دې ټینګار کړی چې د روغتونونو ظرفیت دې لوړ شي، تجهیزات او انساني ځواک دې برابر شي، او همداراز دې د قوش‌محله او خُلم بې‌ځایه شوو لپاره د درملنې او رواني ملاتړ خدمتونه ادامه ورکړل شي. د طالبانو اداره، چې له واک ته رسېدو وروسته د کورني او نړیوال مشروعیت له کمښت سره مخ ده، په دې بحران کې یې د غیر مؤثر مدیریت له امله د مرستې مسؤولیت نړیوالو ادارو ته سپارلی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button