ملا عبدالغني برادر د سيمې له هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د رئيسالوزرا اقتصادي مرستیال، د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې پر ځای د بندیزونو او اقتصادي فشارونو، خپلې اقتصادي اړیکې له افغانستان سره نرمې او پراخې کړي.
د رئيسالوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ، د لیندۍ میاشتې پر ۲۹مه، د بلخ ولایت په یوه سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
برادر ویلي، یو باثباته او هوسا افغانستان نه یوازې د نورو هېوادونو په ضرر نه دی، بلکې کولای شي د سیمې په کچه د اقتصادي ودې او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. د هغه په وینا، اقتصادي همکاري کولای شي د ټولو اړخونو لپاره ګډې ګټې رامنځته کړي.
د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال زیاته کړې چې دغه اداره پر سیمهییزو او نړیوالو همکاریو په اقتصادي او سیاسي چوکاټونو کې باور لري، خو ټینګار کوي چې دا همکارۍ باید د متقابل درناوي او بنسټیزو اصولو پر بنسټ ولاړې وي.
نوموړي همداراز د طالبانو د ادارې تعامل له خصوصي سکتور سره د سترو او اوږدمهالو پروژو د پلي کېدو د چمتووالي نښه بللې او ویلي یې دي چې د عامه او خصوصي مشارکت او نورو قراردادونو له لارې د کورنیو او بهرنیو پانګونو زمینه برابره شوې ده. سره له دې، منتقدان ټینګار کوي چې د بندیزونو دوام او د نړېوالې ټولنې شکونه د افغانستان د سیاسي مشروعیت او د بشري حقونو د وضعیت له اندېښنو سرچینه اخلي؛ هغه مسایل چې د طالبانو اداره تر اوسه ورته روښانه او قناعتبښونکی ځواب نه دی وړاندې کړی.




