ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګرو ملتونو د کندز بې‌ځایه شوو کورنیو لپاره د ملکیت د اسنادو ثبت پیل کړی

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو پروګرام (یون‌هبیتات) په افغانستان کې اعلان کړی چې د استوګنځای، ځمکې او ملکیت د لاسرسي موضوع د بې‌ځایه شوو کسانو د ژوند د بیا رغونې لپاره بنسټیز رول لري.

د دې اعلام پر بنسټ، یون‌هبیتات د افغانستان د استوګنځای بنسټ (AHF) په همکارۍ یو پروګرام پیل کړی چې موخه یې په کندز ولایت کې د استوګنځای، ځمکې او ملکیت اړوند معلوماتو او اسنادو ته د خلکو د لاسرسي ښه‌والی دی.

د دې بنسټ په وینا، دغه اقدام د استوګنځای او ملکیت د حقوقو د مستندسازۍ له لارې ترسره کېږي او موخه یې دا ده چې نږدې شپږ زره کورنیو ته مرسته وشي څو وکولای شي خپل کورونه او معیشت د بې‌ځایه‌توب په سختو حالاتو کې وساتي او ټينګ کړي.

ټولنیز کارپوهان وايي، د قانوني او معتبر ملکیتي اسنادو نشتوالی په ډېرو ولایتونو کې د بې‌ځایه شوو کورنیو لپاره یوه جدي ستونزه ده، چې که پرې پاملرنه ونه شي، کولای شي د سیمه‌یزو شخړو او د دغو کورنیو د لا زیاتو زیانمنېدو لامل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button