طالبانو د پنجشېر په څلورو کليو د خلکو د ايستلو امر کړی

د طالبانو د ادارې چارواکو په پنجشېر ولايت کې د څلورو کليو اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې کورنۍ او ځمکې پرېږدي. ځايي سرچينې وايي دا اقدام د طالبانو د پوځي تأسیساتو د پراختيا لپاره ترسره شوی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، الوک، استايجه، اسپیانا او دشتک هغه کلي دي چې شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ پکې اوسېږي او دغه امر پرې عملي کېږي. طالبانو ويلي چې دا سيمې د دوی د پوځي تأسیساتو برخه ګرځي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
د پنجشېر يو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو اداره د کورونو او ځمکو د جبران يا غرامت په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی. دا وضعيت اغېزمنې شوې کورنۍ له ناڅرګند برخليک او جدي اقتصادي او ټولنيزو اندېښنو سره مخ کړې دي.
په عين حال کې، د طالبانو يو پوځی مرکز په دشتک کې جوړ شوی او هلته د امنيتي تدابيرو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده. د سيمې خلک زياتوي چې طالبانو نور درې کلي هم «حساسې سيمې» بللې دي، يو اقدام چې د طالبانو د پوځي شتون د پراخېدو او د ملکي ژوند د محدودېدو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي. منتقدان وايي، دا پرېکړې د سيمې له خلکو سره له مشورې پرته او د اوسېدونکو د حقونو له تضمين پرته کېږي.




