په افغانستان کې د نجونو د لوړو زده کړو د بندیز درېیم کال پوره شو

د دسمبر شلمه نېټه د طالبانو د ادارې لهخوا د افغانستان د نجونو د لوړو زده کړو د بندېدو د پرېکړې درېیم تلین دی؛ دا پرېکړه د همدې ادارې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړې وه او له امله یې زرګونه ښځينه محصلین له پوهنتونونو د زده کړو له دوام محرومې شوې دي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځینه محصلینې وايي، دا بندیز د دوی د راتلونکي هیلهمندي په جدي توګه زیانمنه کړې او د ژوند لوری یې نامعلوم کړی دی. د دوی په وینا، د پوهنتونونو تړل کېدل نه یوازې د زده کړو حق ترې اخیستی، بلکې د ښځو د انتخاب او ټولنیز نقش ازادي یې هم خورا محدوده کړې ده.
په دې اړه، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټولنیزه شبکه (ایکس) کې په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د هېواد ځانبسیا کېدل د زرګونو متخصصو ښځو او نارینهوو له شتون پرته، په څانګو لکه طب، انجنیري، اقتصاد او ټکنالوژي کې، ممکن نهدي. دا دریځ یو ځل بیا د ښځو د زده کړو حیاتي اهمیت څرګندوي.
د پوهنتونونو استادان هم د دې پرېکړې د اوږدمهالو پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې د ښځو له لوړو زده کړو څخه محرومول به د افغانستان علمي او پرمختیايي ظرفیت په راتلونکو کلونو کې په جدي توګه کمزوری کړي او ټولنیزې تشې به لا ژورې کړي.
سره له دې پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو او غوښتنو، طالبانو په وروستیو میاشتو کې په دې اړه نوې څرګندونې نهدي کړې. د دې ادارې ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو چې د دینی چوکاټ له مخې د نجونو د زده کړو د اجازه ورکولو پر سر کار روان دی؛ خو دا ژمنه تر اوسه عملي شوې نهده او لا هم له پراخو نیوکو سره مخ ده.




