اقتصادمهم خبرونه

د تاجیکستان سفیر د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مشر سره ولیدل

د تاجیکستان سفیر په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سره لیدنه کړې او دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د تجارتي همکاریو پر پراخولو او د ګډو پانګونېزو فرصتونو پر رامنځته کولو بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان‌آغا نوید وایي، دا مهال د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې عادي وضعیت لري او جدي ستونزه نه لري. نوموړی زیاتوي، د دې لیدنې اصلي موخه دا ده چې دغه اړیکې لا پراخې شي او له تاجیکستان څخه هغو هېوادونو ته چې له سیمه‌ییزو شبکو سره نښتي دي، د توکو د ترانزیت او وارداتو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

اقتصادي کارپوهان د کابل او دوشنبې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ښه کېدل او د پانګونې فرصتونو رامنځته کېدل مهم بولي او ټینګار کوي چې د دې همکاریو پیاوړتیا کولای شي د دواړو خواوو پر څو اړخیزو تعاملاتو مثبت اغېز ولري. د دوی په باور، اقتصادي همکاري کولی شي د سیمې په کچه د پراخو اړیکو زمینې چمتو کړي.

اقتصادي کارپوه فیردوس به‌گزین وایي، له اقتصادي پلوه دا ډول اړیکې ارزښت لري او د دواړو هېوادونو وصل کیدل کولای شي د مالي، فرهنګي او ان سیاسي تبادلو لپاره زمینه برابره کړي. بل اقتصادي شنونکی عبدالنصیر راشتیه، تاجیکستان د افغانستان له مهمو ګاونډیانو ګڼي او زیاتوي چې له دغه هېواد سره د اړیکو پراخول به افغانستان ته د سیمه‌ییزو بازارونو د لاسرسي امکانات ډېر کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې تر دې وړاندې هم د تاجیکستان یو پلاوی کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو مسایلو، په ځانګړي توګه اقتصادي همکاریو، په اړه خبرې کړې وې. خو دا خبرې لا هم د یوه شفاف او ټول‌شموله اقتصادي چوکاټ د نشتوالي له امله له پوښتنو سره مخ دي چې دا ډول همکاریو ته به اوږدمهاله ګټه ورسيږي او که نه، و افغان سوداګرو ته به پایداره فرصتونه رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button