د افغانستان لپاره د اماني صندوق د نړيوالې همغږۍ پر اړتيا ټينګار وکړ

د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق د بشر د نړيوالې همغږۍ د ورځې په مناسبت ويلي، چې د ټولنو وده او د هغوی زغم د خلکو پر بنسټ، د چاپېريال ساتنه، د بشري حقونو رعايت او نړيواله همکاري ولاړه ده.
په دې پيغام کې راغلي، چې همغږي يوازې يو شعار نه دی، بلکې دا د انسانې کرامت د ساتنې، بېوزلۍ د کمولو او د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختيايي موخو د پرمختګ لپاره عملي اقدام دی؛ هغه موخې، چې په ډېرو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
د افغانستان اماني صندوق پر ګډ او همغږې کار کولو ټينګار کړی او له نړيوالو بنسټونو، پرمختيايي شريکانو او مرستندويه ادارو يې غوښتنه کړې، چې د “يوې واحدې ټولګې” په توګه د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا صندوق په داسې حال کې د نړيوالې همغږۍ پر اړتيا ټينګار کوي، چې د طالبانو د حکومت محدوديتونه او پاليسۍ د هېواد ډېری خلکو ته د اساسي حقونو، عايداتي فرصتونو او دوامداره خدماتو لاسرسی ستونزمن کړی او نړيوالې همغږې ملاتړ ته اړتیا لا برجسته کړې ده.




