اقتصادمهم خبرونه

پاکستان د ترانزیتي توکو د یوه وار تېرېدلو اجازه له افغانستان غواړي

د پاکستان د «بزنس ریکارډر» ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د تجارتي زیانونو د ډېرېدو له امله احتمالاً د دې طرحه ارزوي چې د ترانزیتي توکو د یوه وار تېرېدو اجازه د افغانستان له لارې وغواړي.

په همدې تړاو، هغه پاکستاني سوداګر چې د چمن له لارې فعالیت لري، د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر، جام کمال خان سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی چې د تلو راتلو لارو بند پاتې کېدل ورته نور د زغملو نه دي او مالي زیانونه یې ډېر زیات شوي دي.

راپور زیاتوي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، له هغه وروسته چې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو بندرونه وتړل شول، شاوخوا ۱۰ زره پاکستاني کانتینرونه بند پاتې دي او دا حالت هره ورځ شاوخوا ۷ لکه ډالر زیان اړوي.

دا تجارتي بن‌بست په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو ادارې له لوري د ترانزیتي تلو راتلو د مدیریت شفافیت او مؤثره همغږي نه شتون د سوداګرو او اقتصادي شنونکو نیوکې راپارولې دي، او دا وضعیت د سیمې پر اقتصاد او سوداګرۍ لا ډېر فشار وارد کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button