سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

طالب چارواکي د پاکستان سره د خبرو لپاره ترکيې ته تللي دي

د طالبانو د ادارې وياند تاييد کړې چې د طالبانو يو پلاوی د پاکستان سره د دوه اړخيزو خبرو د ګډون لپاره نن چهارشنبه د لړم ۱۴مه ترکيې ته سفر کړی دی.

د افغانستان ملي تلويزيون د راپور له مخې، دغه خبرې به د دواړو غاړو ترمنځ د دريېم پړاو مذاکراتو په چوکاټ کې سبا، پنجشنبه د لړم ۱۵مه، د ترکيې په خاوره کې پيل شي.

د دغه اعزام شوي پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق کوي. له بلې خوا، د پاکستاني پلاوي مشري به د آی‌اېس‌آې (ISI) مشر عاصم منیر ملک پر غاړه وي.

که څه هم د رسمي سرچينو له لوري د غونډې اجنډا په واضح ډول نه ده خپره شوې، خو د سيمې د چارو کارپوهان باور لري چې دغه خبرې به زياتره د ترهګريزو ډلو، په ځانګړي ډول د تحريک طالبان پاکستان (TTP)، د تورخم او چمن بندرونو، د افغان اتباعو د تګ راتګ او نورو امنيتي مسائلو پر محور راڅرخي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ اړيکې سختې کړکېچنې شوې دي او د افغانستان خلک له جدي سرحدي محدوديتونو سره مخ شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button