سياستمهم خبرونه

پاکستان محکمې عمران خان او مېرمنې ته ۱۷ کاله بند سزا واوروله

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د دولتي قیمتي ډالیو سره تړلي مالي فساد په تور، هر یوه ته ۱۷ کاله بند سزا اورولې ده.

د عمران خان د کورنۍ وکیل رانا مدثر عمر نن شنبه رویټرز خبري آژانس ته ویلي، محکمې دا پریکړه له دفاعیې اوریدو پرته کړې او برسېره پر اوږدو بند سزاوو، دوی دواړو ته درنې مالي جریمې هم ټاکل شوې دي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) ځانګړې محکمې پر بنسټ، عمران خان او مېرمن یې د باور د نقض له امله د جزا قانون له مخې، ۱۰ کاله بند له سختو کارونو سره او د فساد ضد قوانینو له مخې، ۷ کاله بله بند سزا ترلاسه کړې ده.

د عمران خان ویاند، زلفي بخاري دا پرېکړه د عدالت بنسټیزو اصولو ښکاره نقض بللی او ویلي یې دي چې دا ډول بهیر قانوني تعقیب ته څارنیزه بڼه ورکوي.

بلخوا، د عمران خان یو بل مدافع وکیل سلمان صفدر خبریالانو ته، چې له هغه زندان بهر راټول شوي وو چیرته چې دا محکمه ترسره کېده، ویلي چې خان خپل حقوقي ټیم ته لارښوونه کړې تر څو د اسلام‌آباد عالي محکمې ته د دې پرېکړې پر ضد استیناف وکړي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر، عطاالله طرار ویلي چې د عمران خان دغه نوی بند به له هغه ۱۴ کلن بند وروسته پیل شي چې نوموړي ته د ځمکې د اختلاس په قضیه کې ټاکل شوی و.

یادونه باید وشي، چې د سلواغې میاشتې په ترڅ کې هم یوې بلې محکمې عمران خان او د هغه مېرمن یې په یوه بله جلا د فساد قضیه کې مجرم بللي وو – او ورته یې په ترتیب سره ۱۴ او ۷ کاله بند سزا اورولې وه. دا مهال دواړه په زندان کې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button