مهم خبرونهنړیوال

لبناني تحلیلګر: امریکا د لبنان د بې‌ثباتۍ لپاره خطرناک پلان تعقیبوي

یو لبنانی سیاسي تحلیلګر خبرداری ورکړی چې د امریکا متحده ایالات د لبنان د داخلي بې‌ثباتۍ او ناامنۍ د زیاتوالي لپاره یو خطرناک پلان تعقیبوي. د نوموړي په وینا، دا تګلاره د لبنان له اقتصادي او سیاسي ناوړه وضعیت څخه په ګټې اخیستو سره عملي کېږي او د هېواد واکمن بنسټونه یې هدف ګرځولي دي.

نضال عیسی د سیمې له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د امریکا وروستي ګامونه د دې هدف لپاره اخیستل شوي چې د لبنان رسمي جوړښتونه کمزوري کړي او کورني اختلافات زیات کړي؛ چې دا روان حالت کولای شي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخې ګډوډۍ ته زمینه برابره کړي.

د عیسی په باور، د معیشتي فشارونو او سیاسي بن‌بستونو څخه استفاده د دې هڅې یوه برخه ده څو لبناني ټولنه لا زیاته وویشل شي او د دولت بنسټونه د بحران د مدیریت له پاره خپله وړتیا له لاسه ورکړي.

عیسی د دې وضعیت د مخنیوي لپاره یوه ملي یووالي ته اړتیا بللې او ویلي یې دي چې پرته له داخلي همغږۍ لبنان د لا ژورو بحرانونو پر لور بېول کېدای شي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې یو ګډ امریکایي ـ سعودي پلان د مقاومت د بې‌وسلې کولو له لارې هڅه کوي لبنان د صهیونستي رژیم سره د اړیکو عادي‌کېدو ته سوق کړي؛ چې دا به د لبنان د سیاسي او امنیتي راتلونکي لپاره جدي پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button