امنیت او پېښېمهم خبرونه
د هرات–تورغنډۍ لويه لاره د درنو موټرو پرمخ موقتي وتړل شوه

د هرات–تورغنډۍ عمومي لويه لاره، د واورې ورښت او سختو توپانونو له امله، په لنډمهاله توګه د درنو او لوړ تناژ لرونکو باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د طالبانو د هرات د والي مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې د بند بغرچر په سیمه کې د واورې ورښت او توپان شدت ډېر شوی، چې له امله يې د درنو موټرو تېرېدو ته مناسب شرایط نه دي پاتې شوي.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې له غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي تر څو احتمالي پېښو څخه مخنیوی وشي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، دا مهال یوازې کوچني موټرونه چې د څرخ زنځیرونه ولري، کولای شي په دې لاره کې تګ راتګ وکړي. چارواکي وايي چې د سړک وضعیت به په دوامداره ډول څارل کېږي.




