امنیت او پېښېمهم خبرونه
د قندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ چت نړېدو درې تنه مړه کړي

د طالبانو تر ادارې لاندې سیمهییز چارواکي وایي، چې د قندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په «دومندوی برمه» سیمه کې د باران له امله د یوه کور چت نړېدلی او له امله یې یوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي دي.
عبدالسلام عمري، چې د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر دی، نن شنبه (۲۹ لیندۍ) ویلي چې دا پېښه د شدیدو ورښتونو له امله رامنځته شوې.
نوموړي زیاتوي چې د کور چت له باران وروسته نړېدلی او د یادې کورنۍ غړو ته د ځان ژغورنې فرصت نه دی پاتې شوی.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ودانیو د جوړېدو پر بهیر نظارت نهموجود وي او ناسمې کورونه، په تېره د بارانونو په موسم کې، د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي؛ یوه جدي ستونزه چې د طالبانو ادارې لهخوا جدي پام او مخنیوي اقداماتو ته اړتیا لري.




