سياستمهم خبرونه
پزشکیان د ایران او افغانستان د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هېواد به یې د افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې، لپاره له هېڅ هڅې لاس وانخلي.
پزشکیان دا څرګندونې د خپل سفر پر مهال د خراسان جنوبي ولایت ته، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، وکړې. د ایران د رسنیو په وینا، نوموړي د سرحدي سیمو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي د دغې سفر پر مهال د خراسان جنوبي والي ته امر وکړ څو له افغانستان سره د اړیکو د ښهوالي او پراختیا لپاره عملي او اجرایي ګامونه پورته کړي. ویل شوي، دا لارښوونې د پولهیزو تعاملاتو د ښه مدیریت او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره متمرکزې دي.




