کلتور او هنرمهم خبرونه

مسجد جامع هرات؛ د ښار هویت یو اته سوه کلن تاریخي میراث

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو اداره (یون‌هبیتات) په افغانستان کې ویلي، چې د هرات جامع جومات، چې د «مسجد جامع کبیر» په نوم هم پېژندل کېږي، د هېواد له خورا مشهور او بې‌سارې اسلامي ودانیو شمېرل کېږي.

دغه تاریخي ودانۍ چې له اته پېړیو زیات تاریخ لري، نه یوازې د هرات د اسلامي معمارۍ نښه بلل کېږي، بلکې د مرکزي آسیا له لويو تاریخي آثارو څخه هم شمېرل کېږي او هر کال د فرهنګپالو او څېړونکو پام ځان ته را اړوي.

یون‌هبیتات وايي، د داسې تاریخي ځایونو ساتنه د ښاري هویت د ساتنې، د ویاړ او تعلق حس پیاوړتیا لپاره ډېر ارزښت لري؛ دا یوه داسې اړتیا ده چې دوامداره پاملرنه او د فرهنګي میراثونو مسوولانه مدیریت ته اړتیا لري.

فرهنګي کارپوهان ټينگار کوي چې د دغو آثارو سمه ساتنه، د دوی د دیني او تاریخي ارزښت تر څنګ، کولی شي د ښارونو د ګډې حافظې د دوام او د راتلونکو نسلونو د تېر تاریخ سره د اړیکو د ساتنې لامل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button